AP ۱۴۰۳ غویی ۳۰ ۱۱:۱۸
Journalist ID: 5624
News ID: 85481956
T T
۰ Persons

Tags

پنجشېر کې د څو کرنیو پروژو کار پیل شو

AP ۱۴۰۳ غویی ۳۰ ۱۱:۱۸
News ID: 85481956
پنجشېر کې د څو کرنیو پروژو کار پیل شو

کابل- ایرنا- د پنجشېر ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په دغه ولایت کې د څو کرنیزو پروژو د پیل خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره، د پنجشېر ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس قاري فضل الله دیوبند ویلي، د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې د افغانستان لپاره د ناروې کمطټې له خوا څو ټولګټې کرنیزې پروژې پلې کېږي.

د پنجشېر ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریيس وويل، چې د دغو پروژو کار د افغانستان لپاره د ناروې د کمېټې له لارې د فائو نړيوال سازمان په مالي مرسته د دره، پيريان، حصه اول، آبشار په ولسواليو کې پيل شوې دي. 

هغه څرګنده کړه، په دغو پروژو کې د غنمو د اصلاح شویو تخمونو وېش، د یوریا کیمیاوي سرې وېش، د غنمو د کرلو او ټولولو په برخه کې بزګرانو ته روزنه او د پیسو په بدل کې د کار کولو پروژې شاملې دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .